Pashtoonkhuwa Students Organization Sindh 4.7

4.2 star(s) from 18 votes
Bacha Khan Chowk (Banaras) near Masjid Allah ho Akbar
Karachi, 75760
Pakistan

About Pashtoonkhuwa Students Organization Sindh

Pashtoonkhuwa Students Organization Sindh Pashtoonkhuwa Students Organization Sindh is a well known place listed as Education in Karachi , Political Organization in Karachi ,

Contact Details & Working Hours

Details


د ګران او تاریخي ټول وطنپال،روښان فکره،جمهوري،مترقي طلباعلمان او د وطن او اولس د خپلواکۍ او ترقۍ سره مینه لرونکي باسواده ځوانان په یو فلېټ فارم متحد کول او په علمي جهابینۍ باندې د هغوي زهنونه منوره کول او د افغان مړني اولس د ملي ازادۍ،جمهوریت،ټولنیز عدالت،امن ترقي د انقلابي ملي سیاسي لښکر د یوې دستې په حېث د لوستونکو د تعلیمي او ټول جمهوري حقوقو لپاره جدوجهد کول

جدید ترقي یافته نظام تعليم راځول، تعليم عام کول او د ټولو و‌طنپالو لپاره مفت تر مټرکه لازمي ګرځول

د ساينس او ټکنالوجۍ د عصري تقاضو مطابق نصاب تعلیم مرتب کول.د ښونې او روزنې د جدید ادارو قایمولو او ډېرولو فني پشه وارانه تعلیم ته وده ورکولو لپاره مبارزه کول

پښتو او پښتون وطن کښې د اوسېدونکو مورنۍ سرکاري تعلیم تر مټرک او بیا ورپسې د پوهنتون تر سطحې ټول تعلیم په خپله مورنۍ ژبه راځول او پښتو ژبې اداب اولسي ثقافت ته وده ورکول.

په تعلیمي اداره کښې د نظریاتي ازادي علمي او جمهوري فضا قایمول او تعلیمي ادارو کښې تفاوت ختمول او بلا رنګ ، نسل ، ژبه طبقه،مذهب او د هر وګړي لپاره یوشانتې تعلیمي اسانتیاوې برابرول

د استاذانو وقار لوړول ، د هغوي د ملازمت او هرډول جمهوري حقوقو لپاره مبارزه کول

تعلیم او د ژوند په ټولو برخو کښې د ښځې او نر د برابرۍ حقوق عملي کول

د مستعمره مشرقي پښتونخوا (موجوده خېبرپښتونخوا)، مستعمره جنوبي پښتونخوا ( موجوده بلوچیستان پښتون علاقې) په وحدت مبني د پښتون اولس د قومي حق خوداختیارۍ په بنیاد د افغانیې، پښتونخوا یا پښتونیستان په نامه خپلواکه صوبه قایمول

په ملک کښې استعماري حوکمراني نسکورول او د برابرۍ ، سیالۍ او باهمي احترام په بنیاد د بلوڅ ، سیندهي ، سرايکي محکومو قامونو د قومي ، جمهوري او د پنجاب د زپلي او زیار کښ اولس او نور جمهوري تحریکونو سره د پښتون د ملي خپلوکۍ جمهوري اولسي تحریک د متحد کولو او د پښتون اولس د جمهوري اقتدار په لاس د یوې مترقي ټولنې د جوړولو په لار کښې د ژور ټولنیزانقلاب د قومي ازادۍ جمهوري انقلاب تکمیل د رسولو لپاره مبارزه کول

د ساینسي مفکورې په رڼا کښې د وطن د ملي خپلواکۍ او جمهوري تحریک متحد کول او په محکوم (مستعمره مشرقي او جنوبي پښتونخوا) او نیم محکوم (منځنۍ پښتونخوا ازاد پښتون قبایل) باندې د زیار کښ افغان اولس د قومي اختیار او جمهوري سیاسي اقتدار د راوستلو لپاره مبارزه کول

په ملکي ائین کښې د قران و سنت مخالف دفعات نه پرېښودل

ازاد تاریخي افغانیستان د وطنپال اولس د افغان خاورې تمامیت ملي استقلال امن ، جمهوریت ، ترقي او خوشحالي ملي او اولسي ارمانونه پوره کولو د پاره مبارزه کولو کښې د هغوي حمایه او فعاله برخه درلودنه

د سامراجي استعماري (ګماشته) او جاګیردارانه نظام د ختمولو او د ملي خودمخاري او ټولنيز عدالت د قیام لپاره په ځوانانو کښې قومي او طبقاتي شعور پیدا کول او د ځوانانو د ذهني او بدني روزنې او نشونما لپاره علمي ادابي هونري ثقافتي او د لوبو پروګرامونه ترتیبول ، کلتوري ادارې تشکیلول

د خیتې او ټولې نړۍ د ځوانانو جمهوري سازمانونو سره د باهمي همکارۍ او پېوستون اړیکې ټیګول او په متحده ډول د نوي نسل د تعلیمي او هر ډول جمهوري حقوقو لپاره مبارزه کول

د ټولې نړۍ محکوم قومو او د مظلوم انسانانو د ازادۍ جمهوري جدوجهد حمایه او د ټولې نړۍ د سامرج دوښمن جمهوري قوتو ملاتړ کول او د خپال اولس په زریع د هغوي سره تر خپل وڅه اخلاقي او مادي مرسته کول او د هغوي نه د دغسې حمایې او کومک هیله کول

د زوړ او نوي استعمار، صېهونیت، نسل پرستي، مذهبي فرقه پرستي، جنونیت او بنیاد ګري په خلاف د اولسونو او قومونو د ازادۍ برابرۍ او انسان دوستۍ په حمایت کښې نه ستړې کېدونکې مبارزه کول